کابل / د ليندۍ٢٥مه / باختر :
شل وسله وال طالبان تېره شپه په غور کې په هوايي او ځمکنيو برېدونو کې ووژل شول.
د غور امنيه قوماندان محمد امين احمدزي د باختراژانس خبريال ته وويل : لسګونو وسله وال طالبان دغور د دولتيار ولسوالۍ په سمک سيمه کې د ( عقاب- ٣) په هوايي او ځمکنيو عملياتو کې ووژل شول او لس نوريې ټپيان شول.
احمدزي څرګنده کړه په اوس وخت کې په لسګونو نور وسله وال طالبان د پوځيانو په کلابندۍ کې دي او هلې ځلې کيږي چې هغوى هم ځانونه پوځيانو ته تسليم کړي . هغه په دې جګړو کې د٣ پوليسانو شهادت او د٢ نورو دټپي کېدو خبر ورکړ. پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ