کابلباختر د سنبلي١٦
په مرکز او ولايتونوکې دجيلونو او دآزادى دسلب د نوروسيمودعمومي حالت دڅيړنې په باب د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي حکم :
دبنديانو د بيا روزنې په پروګرامونوکې داصلاحاتو، دبنديانو د مدني اودهيوادنيو حقوقودرعايتولو، له هغوي سره دجيلونودمسوولينو دچلنددڅرنګوالي اودبنديانو د اصلاح او معنوي سلامتيا په لاره کې د هغوي له خوا د نيول شويو تدبيرونو او د قانون د ساتنې او دقانون دتنفيذدارګانونو د فعاليت د ښه والي په مقصد دجيلونو او د ولايتونو د آزادى د سلب د نورو سيمو مسوولينو ته د لارښوونې اوسلامشورې دصادرولو په مقصد ، دافغانستان داساسي قانون په تطبيق باندې دڅارنې د خپلواک کميسيون رييس ته واک ورکول کيږي چې داړوندو ادارو د استازو په ګډون دې يوه کميټه جوړه کړې او د جيلونو اوتوقيف خونو عمومي حالت دې دبنديانو اوتوقيفيانوله حالت سره دافغانستان د اساسي قانون او د هيواد د نورو نافذو قوانينو دحکمونو په رڼا کې په هراړخيزه توګه او له نږدې وڅيړي اود جيلونو او توقيف خونو فعاليتونه دې په قانونمند ډول عيار او ترلاسه شوې نتيجې دې د دريو مياشتو په دننه کې دافغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهوري رياست مقام ته وړاندې کړي .
د کورنيو چارو وزارت ، دملي امنيت لوى رياست ، دجيلونو اوتوقيف خونو لوى رياست ، ستره محکمه ، لويه څارنوالۍ او نورې اړوندې ولايتي ادارې دې دهيت په فعاليت کې د ضروري آسانتياو د برابرولو په ترڅ کې دموظفې کميټې لارښوونې او سلامشورې په اړوندو برخوکې تطبيقې کړي .