امنیت

د ملي دفاع وزارت ددښمن دله منځه وړلو په موخه دهېواد په بيلابيلو سيموکې عمليات پيل کړل .

کابل باختر  دليندى اوولسمه :
د ډار اچوونکو دځپلو په موخه په دې وروستيو وختو کې دهېواد په بيلابيلو سيموکې ١٩ عمليات پيل شوي دي .
دملي دفاع وزارت دوياند مرستيال جنرال محمد دادمنش وايي چې دهېواد په بيلابيلو سيموکې ١٩ پلان شوي عمليات  پيل شوي دي او دملي اردو ځواکونه په يرغليز حالت  کې دي .
د ده دڅرګندونوله مخې دملي اردو ځواکونو دروان کال دليندۍ دمياشتې له لومړۍ نيټې  څخه دهېواد په ګوټ ګوټ کې  دشفق – ٢ عمليات  پيل کړي دي او دهغو عملياتو موخه چې نوي پيل شوي دي دوسله والو طالبانو د ډلې درهبرۍ او دتبليغاتو دمرکزونو د ادارو له منځه وړل دي او دطالبانو دنفوذ دمحدودولو لپاره به پوځي عمليات پراخ شي .
جنرال دادمنش  دغه راز زياته کړه چې دغه عمليات به دولايتونو دامنيتي حالت دڅرنګوالي په پام کې نيولوسره کمنښت اويا زياتوالې ومومي او موږ ددغو عملياتو په ترسره کولو سره په دې بريالي شوي  يو چې دننګرهار ولايت دپچير اواګام ،  دبدخشان ولايت دتګاب او د دايکڼډي  ولايت دګيزاب ولسوالۍ تصفيه  کړو .
ده زياته کړه دلښکرګاه ښار دکمربند په  پنځه کيلومتري ساحه کې مو ددغه ښار دشاوخوا سيمودتصفيې او لټولو عمليات پيل کړل .
يوه اړونده خبرځاى وويل دهلمند ولايت په نادعلي  ولسوالۍ کې چې دښمن دډير ګواښ ګوښوونکي فعاليتونه لرل،په دغه ځاى کې  مو په تيرو ٢٤ ساعتوکې  دماين جوړولو فابريکې دړې وړې کړې .
دملي دفاع وزارت  دوياند مرستيال زياتوي دملي اردو  ځواکونه دخپلو عملياتوپه بهير کې  هڅه او هاند کوي چې له وسله والو طالبانو له خوا نيولې شوې  ولسوالۍ بيرته  ترلاسه کړو او دلارو په پاکولو سره دملي اردو  اکمالات په ښه توګه ترسره کيږي .
د دادمنش دڅرګندونوله مخې موږ اوس ددښمن په وړاندې يرغليز بريدونه ترسره کوو اودښمن دملي اردو داتلو ځواکونو په وړاندې دمقاومت وس نه لري هره ولسوالۍ چې په ستراتيژيکي  لحاظ موږ  ته اهميت ولري او هره ولسوالۍ چې لويې لارې او سړکونه ورڅخه تير شوي وي هغه په خپل پلان کې لرو او کال په کال په  افغانستان کې دژمي په فصل کې عمليات کمښت مومي  خو سږ کال دملي اردو ځواکونه غواړي چې د ډار اچوونکو پرخلاف پوځي اقداماتو ته زور ورکړي .
دادمنش   دافغان ځواکونو دسر دزيان دشمير دکمښت دليل په ښه توګه دپوځي قطعاتو اکمالات او دغه راز  دلويو لارو دامنيتي حالت ښه والي وباله او وي ويل چې دملي اردو ځواکونو ته دسرزيات زيان د دښمن له خوا په لارو او سړکونوکې دښخ کړى شويو ماينونو دچاودنې زيږنده ده او ډار اچوونکي دافغان ځواکونو په وړاندې دمخامخې جګړې توان نه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته