خبرونهفرهنګ

د پنجشير د اطلاعاتواوفرهنګ رييس وستايل شو

٤٢- کابل /د مرغومي ٢٤مه /باختر
د پنجشيرولايت مشرتابه د دغه ولايت د اطلاعاتواوفرهنګ د رييس عبدالودود
عليمردان کارونه وستايل.
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ د پنجشير ولايت مشرتابه د ستاينې د لوحې په ورکولو سره د دغه ولايت د اطلاعاتواوفرهنګ د رييس د غوره خدمتونو په وياړ چې د پنجشير ولايت په کچه په روان کال کې د فرهنګي پروګرامونو د ودې او پراختيا په لاره کې کړي دي وستايه.
د پنجشير د اطلاعاتواوفرهنګ رييس وويل چې د روان کال له پيل څخه تراوسه پورې د دغه ولايت په کچه ١١ فرهنګي پروګرامونه ترسره کړي دي.
هغه زياته کړه چې دغه فعاليتونه کفايت نه کوي له دې به زياتې هلې ځلې وکړي.
ختم_ ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته