هرات باختر دچنګاښ دمياشتې ١٣ :
په هرات ولايت کې شپږ تنه پرون د دوو قومونو ترمنځ شخړې له امله ووژل شول.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د هرات د فرسي او تولک د دوو ولسواليو ترمنځ په سرحدي پولې پريشک سيمه کې د دوو قومونو د شخړې او نښتې له امله شپږ تنه ووژل شول او لس تنه نورټپيان شول.
د هرات د والي وياند زياته کړه چې د دغو دوو قومونو ترمنځ د پيښې د څيړنې او منځګړيتوب په مقصد سيمې ته يو هيئت استول شوى دى.
1 د یوې دقیقې څخه لږ