ورزش

دکرکټ ملي ټيم هيواد ته راستون شو

کابل- باختر دکب شپږ ويشتمه :
دافغانستان  دکرکټ ملي ټيم په عربي متحده  اماراتو کې دکرکټ ديو لړ لوبو له ترسره کولو وروسته  نن هيواد ته راستون شو .
دکابل له نړيوال هوايي ډګر څخه دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې دکرکټ ملي ټيم دسکاتلند له ټيم سره  له  شل اوره لوبې اوپنځوس اوره لوبې له ترسره کولو او په څلورو لوبو کې دبرياليتوب او له سکاتنلد سره دانترکانتي ننتال له څلور ورځني  لوبې او دهغې په وړاندې له  برياليتوب وروسته نن هيواد ته راستون شو .
دکرکټ بورد درسنيو دمسوول فريد هوتک دڅرګندونو له مخې  دافغانستان دکرکټ  ملي ټيم په دغو برياليتوبونوسره وکولي شول دويم مقام وګټلي .
دکابل  له نړيوال هوايي ډګر څخه دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ،  دکرکټ بورد رييس شهزاده مسعود او ددغه بورد مشرتابه هيئت غړو دکرکټ دملي ټيم ورزشکارانو ته هرکلي وويل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته