ټولنه

د بغلان د نساجۍ د برېښنا بند د ترميمولو کار پيل شو

کابل باختر د مرغومي ۲۹مه
د بغلان د پلخمري د نساجۍ د برېښنا بند دکاسې د دواړو غاړو او دروازو د اساسي ترميمولو کار پيل شو.
دباختر آژانس دخبرله مخې: په دغو ترميماتوکې د بند د کاسې د دروازو بدلول او د بند د دواړو غاړو د ديوالونو ټينګښت او دبرېښنا بند د کاسې پاکول شامل دي چې د انرژۍ اوبو وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د دوه ميليونو ۸۰۰ زرو امريکايي ډالرو په لګښت ترميم کيږي .
د افغان _ پلخمري د نساجۍ دستګاه رييس غلام قادر وويل چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره د اوبو د ضايعاتو په مخنيوي برسيره د برېښنا د توليد د کچې د لوړولو، د ډنډ غوري او د ډنډ شهاب الدين او د مرکزي بغلان او د پلخمري ښار د کرنيزو ځمکو د اړتيا وړ اوبو تامنيږي او د سيند د دواړو غاړو د استوګنې کورونه د بغلان سيند د څپانده کېدو له ګواښونو څخه خوندي کيږي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته