امنیت

درې تنه ملکي وګړي په فراه کې د طالبانو له خوا ووژل شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٥
طالبانو درې تنه ملکي وګړي په فراه ولايت کې ووژل .
د فراه د والي ويندوى جاويد افغان د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کسان چې د پشت رود ولسوالۍ د مربوطاتو اوسيدونکي وو؛ کله چې له ښار څخه د خپلو کورونو په لور روان وو؛ د دغې ولسوالۍ د زاړه ښار په سيمه کې د طالبانو له خوا ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه: تراوسه پورې د طالبانو له خوا د دغوکسانو د وژل کيدو علت معلوم نه دى .
ويل کيږي يو وژل شوى د فراه د عامې روغتيا رياست د منځنيو طبي زده کړو د موسسې زده کوونکى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته