سیاست

جمهورريیس غني د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ريیس سره وکتل

کابل /دسلواغې ٧مه / باختر
د افغانستان داسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني تېر ماښام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ريیس احمد نادر نادري سره په ارګ کې وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې د کمېسیون یو شمېر ريیسانو هم حضور درلود، لومړی احمد نادر نادري د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د کړنو راپور او همداراز د بشري منابعو مدیریت یا HRMIS تطبیق، د ملکي خدمتونو تشکیلاتو، د دولت  د تشکیلات او کادري چارو کې د پرمختګ په اړه جمهورريیس ته معلومات ورکړل.
جمهورريیس غني د هېواد په ادارو کې د اصلاحاتي برنامو د ایجاد او تطبیق له امله د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له رهبرۍ د مننې ترڅنګ، د ملکي خدمتونو د تشکیلاتو په ځانګړي ډول د دولت د تشکیلاتو او کادري چارو په اړه هر اړخیز بحث وکړ او په دې برخه کې یې لازمې لارښوونې وکړې.
همداراز د هېواد جمهورريیس د ادارو د رهبرۍ په کچه د مختلفو لایحو د شمېر زیاتوالي اړتیا او نه اړتیا، په ځانګړي ډول د معینیتونو په شمېر بحث وکړ او په دې اړه یې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ته لازمې لارښوونې وکړې.# پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته