امنیت

دپاکستاني طالبانولس تنه پوځي مليشې په شمالي وزيرستان کې ووژلې شوې

پيښور جيونيوز  باخترد وږي دمياشتې  ١٨  :
دشمالي وزيرستان په قبايلي  سيمه کې دطالبانو دپوځي مليشو دسنګرونو پرخلاف  دپاکستان دپوځي هليکوپترونو په نويو عملياتو کې  څه ناڅه لس تنه نورې پوځي مليشې ووژلې شوې .
دشمالي وزيرستان  په قبايلي سيمه کې  دپوځي مليشو او دتروريستي ډلو دسنګرونو پرخلاف دپاکستان داردو  په پراخو ځمکنيواو هوايي بريدونو کې تراوسه پورې څه ناڅه  ٩٥٠ تنه  وژل شوي دي .
دطالبانو دپوځي مليشو  دسنګرونو  پرخلاف  دپوځيانو  پراخ عمليات  دروان کال دغبرګولي دمياشتې په  ٢٥ نيټه   او دپاکستان دحکومت اودپاکستاني  طالبانو ترمنځ دسولې دخبرو  له ډب وروسته  پيل شول .
دپاکستان حکومت  په پيل کې  له دغې ډلې سره  دخبرو نيت درلود  او دطالبانو له خوا دتروريستي اقداماتو  دوام او په تيره بيا دکراچۍ په هوايي ډګر دهغوى  مرګانى بريد  ددې سبب شول  چې  حکومت  ددغو پوځي مليشو او  تروريستانو پرخلاف  دپوځي عملياتو دپيلولو تصميم ونيسي .
تراوسه پورې په دغو عملياتو کې   دپاکستان   د اردو  او دامنيتي  پوځونو پنځه شپيته تنه  ځواکونه وژل شوي دي  او څه دپاسه دوه سوه تنه نور ټپيان شوي دي .
دپاکستان اردو  اعلام وکړ ، په دې بريالى شوى دى  چې دميرامشاه ، ميرعلي ، داتاخيلو ،  بويا او دديګانو ښارونه  چې دتروريستانو په اصلي پټنځيو بدل شوي وو ، پاک کړي  او په دې سيمه کې  په تروريستانو پورې اړوند يوه زياته اندازه  سپکه او نيمه درنده وسله کشف  او ضبط کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته