نړۍ

د هندصدراعظم له امريکا سره دامنيتي اړيکو د ژورتيا غوښتنه وکړه.

-واشنګټن – ورلد نيوز – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٠
دهند صدراعظم نارندرامودي تيره شپه دامريکا په کانګرس کې دوينا په وخت د دواړو هيوادونو ترمنځ داړيکو په ازرښت باندې ټينګار وکړ او دنوي ډيلي او واشنګټن ترمنځ يې دنږدې امنيتي اړيکو غوښتنه وکړه .
دنړيوالو خبرځايونو دخبرله مخې: نارندرامودي چې دامريکا دکانګرس په ګډه غونډه کې وينا کوله زياته کړه امريکا او هند ديموکراسى دعلاقمندۍ له امله طبيعي دوستان دي ، دهند صدراعظم وويل: له تروريزم سره جګړه بايد په ټولو برخو کې ترسره شي.
دهند صدراعظم زياته کړه چې دامريکا او هند پراخې امنيتي همکارۍ بايد هرڅوک چې تروريستانو ته پناه ورکوي اويا دهغوملاتړ کوي ګوښه کړي دهند صدراعظم ټينګار وکړ چې هيواد يې دسوله ييز او باثباته افغانستان بيارغاونې ته ژمن دى او تروريزم يې دافغانستان او د آسيا دجنوب لپاره ستر دښمن بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته