-روم باختر د سلواغې څوارلسمه :
دامريکا دچارو وزير جان کري دداعش ضد ايتلاف له دريمې نړيوالې غونډې وروسته چې پرون په روم ښار کې جوړه شوه له خپل ايټالوي سيال پايولو جنتيلوني سره په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې وويل، داعش په هرځاى کې چې وي له منځه يې وړو .
دامريکا دبهرنيو چارو وزير په دې مطبوعاتي کنفرانس کې دعراقي ځواکونو په روزنه کې دايټاليا فعاليتونو ته په اشارې سره وويل ايټاليا دداعش پرخلاف مبارزه کې د ډيرو فعالو هېوادونو يوه برخه ده .
موږ هڅه او هاند کوو چې له هرې زاويې څخه داعش وځپو البته دغه جګړه به ددواړو هېوادونو ترمنځ له جګړې څخه اوږدمهاله جګړه وي .
دغه مبارزه سره له دې چې دالقاعده پرخلاف جګړې ته ورته ده خو يوه اوږد مهاله ژمنه وه چې دداعش دله منځه وړلو لپاره اساسي ده .
1 1 دقیقه لوستل