کابل باختر دغويي دمياشتې ١٣ :
په فراه ولايت کې د وسله والو طالبانو يو قوماندان تېره شپه له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو.
د فراه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر باختر آژانس ته وويل:
د ملاطيب ورور ملامحمد شيواني چې د وسله والو طالبانو يو جګپوړى قوماندان و، د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شو.
2 د یوې دقیقې څخه لږ