امنیت

په بغلان کې شپږو تنو ماين جوړونکو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

 کابل / باختر د لړم  د مياشتې  ٧  :
په بغلان ولايت کې د طالبانو د ډلې درې تنه ماين جوړونکي د خپل ماين د چاودنې له امله ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول.
دغه تروريستان پرون ناوخته د پلخمري ښار د کندز تيپې په کلي کې کله چې د ماين په جوړولو بوخت وو؛ د دوى يو ماين وچاوديد.
د بغلان ولايت د مرکز پلخمري ښار د دويمې امنيتي حوزې آمر محمدفضل انوري  د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې پيښه کې درې تنه ماين جوړونکي ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول.
د را رسيدلو رپوټونوله مخې: د دغې شپږکسيزې ډلې مشرهم په وژل شويو کسانو کې شامل دى.
د پلخمري ښار د دويمې امنيتي حوزې آمر وايي چې د ده دمعلوماتوله مخې د دريو تنو ټپي تروريستانو روغتيايي حالت ښه نه دى.
طالبانو تر اوسه پورې په دې باب نظر نه دى څرګندکړى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته