ورزش

د مبارکۍ پيغام

کابل – باختر دکب دمياشتې ١١
د آسيا دجام په سياليو کې دبنګله ديش دکرکټ دلوبغاړو په وړاندې دافغانستان دکرکټ دملي ټيم دبرياليتوب په مناسبت دملي شورا دمشرانو جرګې  پيغام دمشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار او غړي دبنګله ديش دکرکټ پر ټيم دافغانستان دکرکټ دملي ټيم برياليتوب د ورزش په لاره کې ستر برياليتوب بولي او له همدې امله دکرکټ دملي ټيم غړو، ورزشي ټولنې کرکټ  بورد او دهيواد دخلکو ته د زړه له کومې مبارکي وايي.
دملي شورا مشرانو جرګه ددغه ټيم دلوبغاړو  ګټورې هلې ځلې چې ويې کولاى شول کوربه  ټيم ته  د دوه ديرشو منډو په توپير ماتې ورکړې ستايي او د آسيا دجام په سياليو کې د  دوى د  لازياتو برياليتوبونو  هيله کوي  .
د آسيا د ملتونو جام چې  په ډاکه  کې دهند ، سريلانکا،افغانستان بنګله ديش
او پاکستان په ګډون د آسيا د کرکټ دپنځو سترو هيوادونو ترمنځ پيل شوي دي ، هيله لرو چې  دافغانستان دکرکټ ملي ټيم دخپلو نورو سيالانوپه  راتلونکى برياليتوبونه   ترلاسه  کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته