سیاستخبرونهTOP

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په چین کې د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

– کابل/ د وري١١ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي چې د سمیه ییزو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته د ګډون په موخه چین ته تللی و، د غونډې په څنډه کې یې د روسیې د بهرینو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره وکتل.
د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په دې کتنه کې خوښي څرګنده کړه چې په مسکو کې يې د افغان سفارت لپاره نوی دیپلومات منلی او غوښتنه یې وکړه چې په مسکو کې افغان سفارت بشپړ فعال شي.
دغه راز د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې فعال رول ولوبوي او افغان حکومت سره هکاريو ته دوام ورکړي چې د رسمیت پېژندنې موضوع ژر حل شي.
لاوروف زیاته کړه چې افغانانو سره بشري مرستې اوس موږ ته لومړیتوب لري.
هغه وویل چې مسکو ته نوی افغان دیپلومات راغلی او دوی به هڅه وکړي چې د افغان سفارت د فعالېدو زمینه برابره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته