امنیت

يو ورزشکار په هرات کې ووژل شو

کابل / د چنګاښ لومړۍ / باختر
ناپېژاندو وسله والوکسانو پرون په هرات کې يو مشهور ورزشکار په ډزو سره وواژه.
د هرات د امنيې قومندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده رسنيو ته وويل چې د دغه ولايت د والېبال مشهور لوبغاړى نادرشاه اميري پرون ماښام د والېبال له لوبې وروسته د هرات ښار د څلورمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د ناپېژاندو وسله والو کسانو په ډزو سره ووژل شو.
تراوسه د دغې وژنې علت معلوم نه دى او په اړوند یې تحقيقات دوام لري.
پای – ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته