سیاست

د بهرنیو چارو وزارت د ادارې او منابعو معینې د چین له سفیرې سره وکتل

 کابل/ د ليندۍ ٢٨ مه/ باختر
د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ادارې او منابعو معینې ناهید ایثار په کابل کې د چین ولسي جمهوریت له سفیر وانګ یو سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ: په پیل کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د لرغونو اړیکو په یادونې سره پراخې او هر اړخیزې همکارۍ وستایلې.
ازبکستان ته د بهرنیو چارو وزارت د معینې د سفر په یادونې سره دواړو لورو د زیاتو سیمه ییزو همکاریو پر ارزښت ټینګار وکړ.
د چین سفیر د افغانستان د جیو ستراتیژیک د ارزښت په اړوند په تمرکز سره ټینګار وکړ چې ګاونډي هېوادونه باید د باثباته او آرام افغانستان او د يوې نښلوونکې سیمې د جوړولو لپاره له هېڅ راز ګډو هلوځلو څخه ډډه ونه کړي.
دواړو لورو د دواړو هېوادونو د ښارونو ترمنځ د مشارکت د رامنځته کولو او د افغانستان دولتي مقاماتو ته د بېلابېلو روزنیزو پروګرامونو او دغه راز افغان محصلانو ته د تحصیلي بورسونو په ګډون د دوه اړخیزو همکاریو د ساحو په اړه بحث او خبرې وکړې.
مېرمن ایثار د هغه روزنیز پروګرام د بشپړولو چې په درې اړخیز ډول افغان ځوانو دیپلوماتانو ته د افغانستان، چین او هند او بل يې د افغانستان، چین او امریکا له خوا په درې اړخیز ډول جوړ شوی و؛ په قدردانۍ سره ياد کړ.
ایثار چین ته د خپل سفر د شخصي تجربو پر بنسټ یوشمېر نورې ساحې چې چین کولای شي ځوانو افغان دیپلوماتانو ته روزنیز پروګرام جوړ کړي؛ هم بیان کړې.
دغه کتنه د اوسنيو اړیکو د زیاتې ودې او ژمنې په وړاندې کولو سره پای ته ورسېده. پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته