سیاست

د انتخاباتو کميسيون د رسنيو دچلند داصولو مسوده مطبوعاتو ته وړاندې کړه

کابل  باخترد وري دمياشتې  ٧ :
دانتخاباتو په بهيرکې د رسنيو دچلند داصولو دمسودې په باب مشورتي غونډه نن په  کابل کې جوړه کړه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې: ددغې غونډې په پيل کې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون مرستيال  عبدالخالق حسيني پشه يي په خبروکې وويل:  انتخابات يو ملي بهيردى؛ ټول خلک اوپه تېره بيا رسنۍ ددغه بهير په ترسره کولو کې مهم اوساسي رول لوبوي .
ده زياته کړه: دغه کميسيون نن دانتخاباتوپه بهيرکې د رسنيو د چلند د اصولو ترعنوان لاندې مسوده، دنظرغوښتنې په مقصد يو شمير ژورنالستانو او دمطبوعاتو مسوولينو ته وړاندې کوي چې دمطبوعاتو دبرخې دکارکوونکو دنظر يو په وړاندې کولو سره به دغه مسوده بشپړه شي .
وروسته دانتخاباتو  دخپلواکميسيون د دارلانشا رييس ضياالحق امرخيل، د نى د موسسې رييس مجيب خلوتګر، دتيفا د موسسې رييس محمد نعيم ايوب زاده او د آزادو او عادلانه انتخاباتو د ټولنې رييس جان داد سپين غر دخپلو اړوندو ارګانونو نظريې غونډې ته وړاندې کړې او ټينګار يې وکړ چې بايد د انتخاباتو په بهيرکې رسنيو ته کومه ستونزه رامنځته نه شي .
دغه راز دوى وويل چې رسنۍ د اساسي قانون د حکمونوپه رعايتولو مکلفې دي  اوخپل فعاليت به د اساسي قانون په رڼا کې عيار کړي اوهغه رسنۍ چې له دغه کار څخه سرغړونې کوي؛ کيداى شي ورڅخه پوښتنه وشي، خو نه شوکولاى له دغه قانون څخه کوم مورد ته رسانه يي نوم ورکړو او رسنۍ مسوولې وبولو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته