کابل باخترد لړم دمياشتې٢نيټه :
د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ دسیالیو پای لوبه د شاهین آسمايي او دتوپان هریرود دلوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.
دتېرې شپې په لوبه کې توپان هریردود داباسین څپې لوبډلې ته د صفر په وړاندې په څلوروسره ماتې ورکړه او پایلوبې ته يې لاره پیدا کړه. دشاهین اسمايي لوبډلې دمیوند اتلانو لوبډلې ته په ماتې ورکولوسره پایلوبه ته ځان رسولی دی.
د دواړو لوبډلو ترمنځ پایلوبه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د ماښام ۵په بجې او ۳۰ دقیقې ترسره شي.
دا د فوټبال د غوره لیګ سیالیو اووم پړاو دی. تېرکال شاهین اسمايي لوبډلې په پایلوبه کې دمیوند اتلانو لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغو سالیو اتلولي ګټلې وه. دغه سیالۍ چې د تلې دمیاشتې په ۱۵مه پیل شوي دي د لړم په درېیمه نيټه به پای ته ورسېږي.
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل