ورزش

دشهيد ربانى دښوونې او روزنې دپوهنتون ټيم اتل شو

کابل- باختر دتلې نحه ويشتمه
دشهيد رباني دښوونې او روزنې دواليبال ټيم دپوليسو په ٢٠٢ شمشاد ټيم له برياليتوب وروسته اتل شو.
دغه سيالۍ چې دڅلورو ټيمونو ترمنځ پيل شوې وې په وروستۍ پړاو کې نن دشهيد رباني دښوونې او روزنې دواليبال ټيم يوې په مقابل کې په دريو سره دپوليسو د٢٠٢شمشاد زون دقوماندانۍ په ټيم بريالي شو.
دباختر آژانس خبريال ته دافغانستان دروزشکارانو ملي اتحاديې درييس ضيادشتي دمعلوماتو له مخې دغه راز دشمشاد د٢٠٢ زون دالف ټيم دويم مقام او دښوونې او روزنې دپوهنې ټيم او دشمشاد دزون دبي ټيم دريم او څلورم مقامونه وګتل.
ددغو سياليو په پاى کې برابر شوى کپونه او ستاين ليکونه د شمشاد د٢٠٢ زون دقوماندان لوى پاسوال فضل الدين عيار او دافغانستان دورزشکارانو دملي اتحاديې درييس ضيا دشتي له خوا په ګټونکو ټيمونو وويشل شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته