سیاست

محمدکريم خليلي : دولت له هر راز ستونزسره چې يووالى، امنيت، سوکالى او د نوى فصل برياليتوبونه له خطرسره مخامخ کړي؛ په قوي هودسره مقابله کوي.

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ١١ :
د دايکندي ولايت والي، امنيه قوماندان، د ولايتي شورا رييس او يوشمېرغړو د نيلي ښاروال او ددغه  ولايت يوشمير مشرانو نن له غرمې مخکې دجمهوررييس له مرستيال محمدکريم خليلي سره وکتل.
باختراژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې :
ددايکندي والي چې دکتنې دبرخه والو په استازيتوب خبرې کولې؛ په دايکندي ولايت کې دامنيت  دتامينولو او د وسله والو اوغيرمسوولو ډلو دنه شتون ډاډورکړ  او زياته يې کړه چې په دايکندي کې د ثبات اوامنيت دوام ددغه ولايت له سيمه ييزې ادارې سره دخلکو د دزړه سواندو او متقابلو همکاريو زيږنده دى؛ خوله ناارامو ولايتونو سره ددايکندي نږديوالى داناامنو دزياتوالى په باب انديښنې شته.
ده د دولت له مشرتابه څخه وغوښتل چې په دايکندي کې دثبات او امنيت دساتنې  اوله ناارامو ولايتونوسره ددغه ولايت په نږدې سيموکې داحتمالي نااراميو دمخنيوي په مقصد په دغه ولايت کې دملي پوليسوتشکيل زيات کړى او دپوليسو ځواکونه دې په مدرنو تجهيزاتو چې پخوا د اړوندو ادارو له خوا يې ژمنه شوې وه؛ سمبال شي .
ددايکندي والي ددغه ولايت دهوايي ډګر د جوړولو لپاره د بودجې د نشتوالى له امله ژوره انديښنه څرگنده کړه او ويې ويل: پخوا د اړوندو ادارو دڅرگندونوله مخې، ددايکندي د هوايي ډګر د جوړولو کار چې دده دڅرگندونوله مخې ددغه ولايت خلکو ته زيات ارزښت لري؛ له يو کورني شرکت سره قرارداد شوى دى اوکاريې په سلو کې نوي پرمخ تللى دى، خو دماليې وزارت  چارواکي وايې: په سلو کې لس دپاتې کار لپاره بودجه په واک کې نه لري .
ده د دايکندي دهوايي ډګر د پروژې د بشپړولو لپاره تخصيص او ددغه ولايت د اوسيدونکو د نورو ستونزو په څيړنې ټينګار وکړ.
د دايکندي والي دغه راز وړانديز وکړ: هغه پوځي تاسيسات چې د هلمندولايت دباغران ولسوالۍ په نوميش سيمه کې د امريکايي  ځواکونو له خوا جوړشوي دي او د دايکندي ولايت دپوليسو ځواکونه ددغو تاسيساتو په ساتنې موظف کړى شوي دي؛ دملي اردو د سرتيرو يوې قطعې ته وسپارل شي .
دده دڅرگندونوله مخې: په دغو تاسيساتوکې دملي اردو دسرتيرو ځاى پرحاى کول  هم د جغرافيايي موقعيت او د دولت له وسله والو مخالفينو سره دمقابلې له پلوه  ارزښت لري اوهم کولاى شو د دايکندي دپوليسو ځواکونه چې اوس هلته ځاى پرځاى شوي دي؛ ددغه ولايت په زيانمنوونکو امنيتي سيموکې وګومارل شي چې په دې ډول ددايکندي په پولو کې داحتمالي  ناامنيو  مخه ونيول شي .
دغه راز دکتنې برخه والو د دايکندي ولايت دګيزاب ولسوالۍ د اوسيدونکو د ستونزو په باب چې په لنډمهال ډول د ارزګان ولايت ترادارې لاندې نيول شوي دي؛  دجمهوري رياست دموظف هيئت د وړانديز دتطبيق غوښتنه وکړه او څرگنده يې کړه چې په تيرو څه دپاسه لسوکلونو کي په  ګيزاب ولسوالۍ کې په زرګونه کورنۍ دپوهنې، روغتيا ، پرمختيا ، حج  او په نورو مواردو  دبرلاسي له حق څخه بې برخې دي او د دوى د ستونزو څيړنه دجمهوري رياست  دموظف هيئت د وړانديزپه تطبيق سره امکان لري  .
وروسته دجمهوري رياست مرستيال محمدکريم خليلي  له دوى سره دکتنې له امله د خوښى دڅرگندولو په ترڅ کې  دکتني دبرخه والو دستونزو دحل کولو اوغوښتنو دڅيړنې ډاډورکړ، خلکو ته دخدمت په لاره کې يې د دايکندي د سيمه ييزو مسوولينو دهلو ځلو اوددغه ولايت  له سيمه ييزې ادارې سره دخلکو دهمکاري او همغږۍ له امله مننه  اوقدرداني وکړه.
د جمهور رييس مرستيال دغه راز وويل چې په بېلابېلو برخوکې ددايکندي  دمسوولينو اوخلکو غوښتنې تعقيبوي  اوپه مشخصو مواردو کې به يې په خپله له جمهور رييس سره طرحه کړي .
ده دغه راز دکتنې برخه والو ته ډاډ ورکړچې دافغانستان دولت له هر راز ستونزو  اوچلنجونو سره چې يووالى، امنيت اوسوکالى او د نوى فصل برياليتوبونه له خطر سره مخامخ  کړي؛ کلک اوقوي هوډسره مقابله کوي او له هرراز بحران سره دمقابلې  ځواکمنۍ هم د افغانستا په دولت کې رامنځته شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته