سیاست

اجرائیه رئیس د ایران د سوداګریزو، اقتصادي او صنعتي ساحو د عالي شورا له مشر سره وکتل

کابل باختر د مرغومي شپاړلسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کي نن د دغه هیواد د جمهور رئیس له سلاکار او د سوداګریزو، اقتصادي او صنعتي ساحو د هماهنګۍ د  عالي شورا له مشر اکبر ترکان سره وکتل.
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجرائيه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.

د اجرائیه رئیس او دښاغلي ترکان ترمنځ په ننۍ کتنه کي د دواړو هیوادونو ترمنځ د ایجاد شوو اقتصادي فرصتونو څخه پر ګټي اخستني، چاه بهار بندر کي د افغان سوداګرو پر پانګه اچوني او اقتصادي برخو کي د راکړي ورکړي پر زیاتوالي خبري وشوې.
اکبر ترکان د هیواد له اجرائیه رئیس سره په ناسته کي وویل، چي دوی د هیواد په ګوټ ګوټ، په تيره بيا په سرحدي او سمندري ساحو کي د پانګې اچوني لپاره لازم شرایط برابر کړي او کولای شي، په ښه توګه د پانګې اچوونکو کوربه شي.
ده زیاته کړه، چي دوی د چاه بهار په ګډون ۷ نور بندرونه لري، چي هلته له پانګې اچوونکو هیڅ ډول ګمرکي محصول، مالیات او ویزه نه غوښتل کيږي، بلکې کولای شي، له مالیاتو پرته خپل فعالیت وکړي.
ده یادونه وکړه، چي هیواد یې د چاه بهار په شان ورته ۲۸ نور بندرونه او دوی په ټولو ساحو کي د پانګې اچوني لپاره لازم شرایط برابر کړي او هیله لري، چی افغان سوداګر به هم له دغه فرصت څخه ګټه پورته کړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله له ښاغلي اکبر ترکان سره په کتنه کي وویل، چي چاه بهار د افغانستان لپاره په صادراتي او وارداتي لحاظه مهمه لاره ده او دواړه هیوادونه باید له نورو شریکانو سره یو ځای له دې لارې حد زياته ګټه پورته کړي.
ده زیاته کړه، چي د افغانستان د پانګي اچوني د هڅونې اداره به ملي سوداګر وهڅوي، څو چاه بهار بندر کي پانګه اچونه وکړي او له دې لاري په ګټه اخستني سره د افغانستان صادراتو او وارداتو ته بله بدیله لاره ومومي.
ده چاه بهار بندر د افغانستان او ایران ترڅنګ د سیمي لپاره هم د اساسي ارزښت لرونکی وباله او زیاته یې کړه، چي دا بندر له سمندرسره د افغانستان د نښلولو تر ټولو لنډه او کم مصرفه لاره ده.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته