اقتصاد

له افغانستان سره دتجارتي همکاريو دپراختيا لپاره دترکمنستان هڅې

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٣٠ :
دترکمنستان دبهرنيو چارو وزير هرات ته  په سفر کې له افغانستان سره دتجارتي همکاريو دپراختيا غوښتنه وکړه.
په وروستۍ يوه مياشت کې دا  دترکمنستان دکابينې  دويم وزير دى چې دهرات ولايت ته سفرکوي.
دهرات ولايت ته د ترکمنستان دبهرنيو چارو د وزير رشيد مرادوف له سفر سره جوخت دهرات، فراه او د بادغيس د ولايتونو د واليانوغونډه هم په هرات ښارکې  جوړه شوه.
په دې غونډه کې د ترکمنستان د بهرنيو  چارو وزير له افغانستان سره د دوستانه اړيکو د پراختيا په لاره کې د همکارۍ په موخه دخپل هېواد دايمي ژمنه اعلام کړه.
دا په داسې حال کې ده چې د ترکمستان د بهرنيو چارو له وزير سره دافغانستان دبهرنيو چارو وزارتدمعين ډاکتر نصيراحمدانديشه دکتنې په بهيرکې  د اقتصادي همکاريو د کچې د څرنګوالي په ګډون د علاقې وړموضوعګانو په باب خبرې وشوې.
له بلې خوا دهرات والي محمد آصف رحيمي هم دترکمنستان د بهرنيو چارو له وزير سره په جلا کتنه کې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د دوستانه اړيکو د تاريخچې يادونه وکړه او ترکمنستان يې په دوستۍ کې يو رښتنى هېواد وباله.
ښاغلي رحيمي د تاپي پروژې عملي کيدل په سيمه ييزه پرمختيا او همغږۍ کې  مهم وبلل او اعلام يې وکړ چې د هرات او دلويديځ زون د ولايتونو خلک ددغې پروژې بشپړ ملاتړ کوي.
دترکمنستان د بهرنيو چارو وزير هم د خپل هېواد په مالي مرسته په تورغنډۍ ښار ګوټي کي دښځو دځانګړي روغتيايي مرکز د ودانۍ پرانستلو ته په اشارې  دغه پروژه د دواړوهېوادونوترمنځ دهمکاريو دنوي فصل دپيل په توګه وباله چې په راتلوونکي کې به هم دغه همکارۍ دوام ومومي.
د يوبل خبرله مخې :
دفراه له والي محمدآصف ننګ او دبادغيس له والي اسحق زي سره دترکمنستان د بهرنيو چارو د وزير په جلا جلا غونډوکې د تاپي پروژې له تطبيق سره دخلکو دليوالتيا په باب خبرې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته