امنیت

په خپله خوښه دملي اردو له ليکو سره دلسګونو تنو هراتي ځوانانو پيوستون

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٨ :
څه دپاسه سل تنه داوطلب هراتي ځوانان دملي اردو  له ليکو سره يوځاى شول.
دملي اردو دجلب او جذب قوماندان  محمدنادرعظيمي  دامنيتي ځواکونو ليکو ته په شرايطو دبرابرو ځوانانو دمعرفي کولو په لاره کې دهرات دخلکو همکاري وستايلې .
ده له ځوانانو څخه وغوښتل چې  خپل په شرايطو برابر ځوانان ملي اردو ته  دپيوستون په  خاطر معرفي کړي.
عظيمي زياته کړه :موږ ټول  مکلفيت لرو  چې له خپل هېواد ،. پولو ، ملي نواميسو ، خپلواکي اوله ځمکني بشپړتيا څخه دفاع وکړو.
هر افغان نارينه ته اړتيا ده  چې دخپلو امنيتي ځواکونو  جزوتامونه پياوړي کړي.
له امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ دهېواد دهر وګړي دنده ده . امنيتي ځواکونه ځوان نسل ته زياته اړتيا لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته