کابل، د سلواغې ۳۰ مه، باختر
د هلمند سیمه ییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې د لسګونه جریبه دولتي ځمکې د غصب مخنیوی کړی دی.
د مسوولینو په خبره، د یاد ولایت د مارجې په شيریندل بازار سیمه کي لسګونه جریبه، د ګرشک سمینار دښت سیمه کې ۲۰ جریبه او نهرسراج یخچال سیمه کې ۲۳ جریبه دولتي ځمکه چې یو شمېر غاصبینو غوښتل غصب یې کړي د مارجې، ګرشک او نهرسراج ولسوالیو د کرنې او منیتي مسوولینو په همکارۍ له غصب څخه وژغورل شوې.
د یادوني وړ ده له دې وړاندې هم یادو ولسوالیو کې د دولتي ځمکو د غصب مخه نیول شوې وه.