سیاست

‏ تبصره

کابل باختر د ليندۍ اوومه :
دقزاقستان دبهرنيو چارو وزير په سيمه کې  دداعش دفعاليت دپراختيا له امله انديښمن  دى او وايي دې ته اړتيا ده چې دسيمې هېوادونه په ګډه  دداعش او دنورو تروريستي جريانونو پرخلاف  مبارزه وکړي .
دباختراژانس مفسر وايي دقزاقستان دبهرنيو  چارو وزير پرلن ادريس وف  په دې وروستيو وختو کې کابل ته رسمي سفروکړ .
ده په کابل کې دخپلې استوګنې په وخت کې له خپل افغان سيال سره  په کتنې  سربيره دافغانستان داسلامي جمهوريت له جمهور رييس محمد اشرف غني ، اجراييه رييس ډاکتر  عبدالله عبدالله او دملي امنيت له سلاکار محمد حنيف اتمر سره  ليده کاته او خبرې اترې وکړې .
کابل  ته دښاغلي ادريس وف سفرتيک په داسې حال کې وشو چې ډار اچوونکو ډلو  دسيمې په کچه خپلو  ډار اچوونکو  فعاليتونو ته زور ورکړى دى او په سيمه کې خپلو موخو ته درسيدو په لټه کې دي چې دمنځنۍ اسيا دهېوادونو بې ثباتي يې يوه موخه ده .
په دې ترڅ کې  دطالبانو او داعش په ګډون دډلو فعاليت له نورو څخه مهم  بريښي  هغه تروريستي ډلې چې دافغانستان له پولو څخه بهر ملاتړي لري دګاونډي  هيواد استخبارات او په نورو هېوادونوکې ځينې  استخباراتي  شبکې دهغو ترشاه ولاړې دي  دپخواني شوروي پولو ته دتروريستي ډلو او دافراطي جريانونو نږدې کيدل دسيمې د هېوادونو او دروسيې دانديښنې  سبب شول او دغې انديښنې دقزاقستان دبهرنيو چارو دوزير په خبروکې وضاحت درلود .
  ده په ډانګ  پيلي ډول په سيمه کې دداعش دفعاليتونو دودې خبره وکړه  او دهرې ورځې په تيريدوسره په افغانستان کې دتروريستي ډلو دفعاليت دزياتوالي له امله انديښنه څرګنده کړه .
ده دافغانستان امنيت ته پاملرنه دقزاقستان دحکومت يو لومړيتوب  وباله او ويې ويل چې نړيوال دې بايد دداعش په ګډون دتروريستي ډلو په ځپلو کې دافغانستان له حکومت سره مرسته وکړي ځکه له ډار اچوونې سره مبارزه ديوه هېواد کار نه شي کيداي  بايد دسيمې  هېوادونو په ګډه دتروريستي ګواښونو پرخلاف مبارزه وکړي .
دافغان سياسي کارپوهانو په باور دقزاقستان دبهرنيو چارو دوزير خبرې دافغانستان اوسيمې په کچه  د ځينو واقعيتونو څرګندوى دى چې بايد په جدي توګه په پام کې ونيول شي .
دغه کارپوهان وايي بايد دقزاقستان  په ګډون دسيمې  هېوادونه په څرګند او همغږي چلندسره له دغو چلنجونو سره دمقابلې په لټه کې واوسي اويوازې دانديښنې  څرګندول دکوم درد دوا نه شي کولاى خو داچې اوسني  ګواښونه ډله ئيز ګواښ وبلل شي او د له منځه وړلو لپاره يې ټول يو موټي شي او دتروريزم په باب  يو خيل  تعريف رامنځته شي .
دتروريزم او ډار اچونې په باب لنډ مهال  سليقوي او ابزري  تعريف بايد بند شي
  ديادونې وړده که چيرې  افغانستان له يوې خوا دنورو د نيابتي جګړې ډګر دى په خپله  په يوازيتوب سره دنورو هيوادونو او بشريت په نيابت دتروريزم او ډار اچوونې دبيلابيلو ډولونو په وړاندې دريدلى دى.
دلته افغانستان دنورو هېوادونومرستو اوهکماريو ته اړتيا لري .
قزاقستان ددغو همکاريو يوه برخه ترسره کولى شي . قزاقستان دافغانانو ددفاعي او امنيتي ځواکونو په سمبالولو او دظرفيت په لوړولو کې کولاى شي مرسته وکړي .
په اقتصادي  برخه کې افغانستان دقزاقستان لپاره دپانګونې ښه بازار او ډګر کيداى شي دغه راز دغه دواړه هېوادونه دسيمه ئيزې همکارۍ او همغږۍ  دودې لپاره پراخ امکانات  لري چې بايد دغه فرصت  په واقعيت بدل کړي .
افغانستان له منځني اسيا سره داسيا دجنوب دپيوستون  دمرکز په توګه کولى شي په اقتصادي او تجارتي وده کې محوري رول ولري .
هغه څه چې وويل شول په سيمه  ئيزه همکارۍ  او همغږۍ کې دشته فرصتونو له يوې برخې څرګندوى دي چې دقزاقستان په ګدون دوست هېوادونه بايد ورسره يوځاى شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته