اقتصاد

په هرات کې دکاشي جوړولو دصنعت له ودې سره د ترکيې مرسته .

کابل باختر د سلواغې  نهه ويشتمه :؛
په هرات کې  د ترکيې  دهمکاريو د دفتر  تيکا مسوولينو  د سنتي کاشي جوړولو يوشمير لوازم او امکانات  د هرات ولايت  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دتاريخي ابداتو مديريت ته ورکړل .
  دهرات ولايت  داطلاعاتو اوفرهنګ رياست  دتاريخي ابداتو دبرخې  دکاشي جوړولو کارخانه  چې دافغانستان  دکاشي جوړولو  يوازينۍ  صنعتي فابريکه ده  او څه ناڅه  اته سوه  کاله  تاريخي لرغونتيا لري  له کلونو کلونو راپديخوا  د امکاناتو او تجهيزاتو د نه لرلو  په دليل  درکود په حالت کې وه .
د هرات ولايت  داطلاعاتو اوفرهنګ رييس اريا روفيان دهرات ولايت له فرهنګي برخو سره  دتيکا د دفتر  دهمکاريو  د پيل له امله هرکلى وکړ او ويې ويل  ددغې کارخانې له توليداتو څخه  دتاريخي څلو په تيره بيا دهرات ښار  دستر جامع جومات  د نړيدلو کاشيو دترميمولو لپاره استفاده کيږي  .
ده  دتاريخي څلو ساتنه او څارنه  دټولو دنده وبلله او زياته يې کړه ترکيه  هلې ځلې کوي  چې دهرات  دسنتي  کاشي جوړولو  دکارګاه  دودې لپاره  زمينه برابره کړي  چې دا کار به  په دغه ولايت کې دتاريخي څلو دترميمولو دبهير  دګړنديتوب سبب شي .
روفيان  څرګنده کړه  په هرات کې دتيکا دفتر يوه اندازه امکانات او د اړتيا وړ لوازم  له دغه کارګاه سره مرسته کړې ده .
دهرات دغه فرهنګي مسوول  دکاشي جوړولو هنر  دساتنې په برخه کې ځانګړې شوې بودجه لږه وبلله او دغه تاريخي هنر ته يې  په جدي پاملرنې ټينګار وکړ .
په هرات کې  دتيکا ددفتر مسوول  علي ارغون چنار  دهرات  دسنتي کاشي جوړولوکارګاه او دهرات  ستر جامع جومات داسلامي نړي وياړ وباله او په دې برخه کې يې دخپل هېواد  دهمکاريو ددوام ډاډ ورکړ .
دهرات ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست  دتاريخي ابداتو  د مدير  د څرګندونو له مخې تيرکال  يوسلو ديرشو تنو په دغه کارګاه کې کار کاوه ،خو اوس دغه شمير  اتو تنو ته کمښت موندلى دى .
  دده دڅرګندونوله مخې ، په دغه ولايت کې  د تاريخي  ځايونو دشتون  د زياتوالي په دليل  دسنتي  کاشي جوړولو  صنعت  پراختيا ته اړتيا لري .
په پاى کې دهرات ولايت داطلاعاتواوفرهنګ رييس  دهرات ولايت له فرهنګي برخې سره دتيکا ددفتر دهمکاريو  ددوام په خاطر علي ارغون چنار ته  ستاينليک ورکړ .   ختم- ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته