سیاست

جمهور رييس کرزي د نوي کال له امله دامريکا جمهور رييس ته مبارکي وويله.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ١١
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامد کرزي له خوا  د ٢٠١٤ ميلادي کال رارسيدو له مله دامريکا جمهور رييس بارک اوباما او کورنۍ ته يې او دامريکا دمتحده ايالاتو نورو لوړ رتبه مقاماتو د مبارکۍ جلاجلا کارتونه ليږلي دي .
دغه راز په همدې مناسبت دهيواد جمهور دنوي کال له امله د جورج ډبيلو بوش او دهغې ميرمنې ،  دبهير نيو چارو وزير جان کري ، دملي امنيت د سلاکارې ميرمن سوسن رايس  د دفاع وزير چاګ هيګل ، دامريکا دبهرنيو چارو پخوانۍ وزيرې هلري کلنتن، په افغانستان کې دايتلاف ځواکونو پخوانى قوماندان جنرال ستايلي مک کرستال ،     ميرمن کرستيان   امانپور.،  سفير  رو نالدنيومن ، د   امريکا د ديپلوماسۍ اکاډمۍ درييس او پيترتامپسون په نامه دمبارکۍ کارتونه ليږلي دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته