سیاست

محمد علم ايزديار : دعامې روغتيا وزارت دې په ښه کيفيت سره دروغتيايي خدمتونودوړاندې کولو په لاره کې اوچت ګامونه واخلي .

کابل باختر د کب اووه ويشتمه :
دمشرانو جرګې  لومړي نايب  محمد علم ايزديار نن دعامې روغتيا له وزير ډاکتر فيروز الدين  فيروز سره وکتل .
  دمشرانوجرګې  مطبوعاتي  دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. په دې کتنه کې دعامې روغتيا وزير ددغه وزارت دفعاليتونو يادونه وکړه او ويې ويل داغيزمن ، ګتور او حساب ورکوونکي روغتيايي نظام دجوړولو په مقصد ، دروغتيا د برخې دعوايدو دمعلوماتودمخزن په نامه  يو نوى سيستم  جوړ شوى دى  او هوډمن يو چې دروغتيا په برخه کې عوايد زيات شي .
  دغه راز  ډاکتر فيروز په پنجشير ولايت کې دواورې ښوئيدونې له امله دمصيبت ځپلو کسانو دستونزې دڅيړنې  او حل کولو  په باب معلومات وړاندې کړل او ويې  ويل چې لس ګرځنده  روغتيايي ټيمونه  دغه ولايت ته استول  شوي دي  او په بيلابيلو  ساحوکې  دروغتيايي خدمتونو  په وړاندې کولو بوخت دي .
  وروسته دسنامجلس  لومړي نايب  دعامې روغتيا دوزير  دکړنو او فعاليتونو په ستاينې سره  دخبرو په ترڅ کې  وويل چې دعامې روغتيا  وزارت دې داغيزمنو پلانونو اوستراتيژي په  ترلاس لاندې  نيولو سره ، په ښه کيفيت سره دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو په لاره کې جدي ګامونه واخلي .
  ديوبل خبر له مخې، دسنا مجلس  لومړي مرستيال په جلا جلا کتنو کې دکار او ټولنيزو  چارو وزارت دمعين اودلغمان او ننګرهار دولايتونو دکار او ټولنيزو چارو درييسانو، دبريښنا شرکت دځينو مسوولينو او ديوشمير  دولتي چارواکو کاري رپوټونه واوريدل او دسالم مديريت درامنځته کولو ،دقانون  دتطبيق او له مراجعينو سره دښه چلند په لاره کې  ددوى دخدمتونو په درناوي ، دعامه سوکالۍ  او دژوندانه  دچاپيريال دکميسيون  ستاين ليکونه يې په داسې حال کې چې ددغه کميسيون رييسه  ميرمن طيبه  زاهدي  هم حاضره وه  دوى ته ورکړل .
  ديوبل خبر له مخې، دمشرانو جرګې  دويم نايب ډاکتر محمد اصف صديقي دلوګر ولايت دبيلابيلو  قومونو داتحاديې له ځينوغړو سره وکتل .
  په دې کتنه کې  څو تنو  دنورو په استازيتوب  دناامنۍ دزياتوالي ، دپرمختيايي پروګرامونو دنه تطبيق  اوددغه ولايت په ځينو دولتي ادارو په تيره بيا په عدلي اوقضايي  بنسټونو  کې دفساد دشتون په باب خپلې ستونزې طرحه کړې او په دې برخه کې يې دهمکاري غوښتنه وکړه .  دسنامجلس   دويم نايب  دطرحه شويو ستونزو له اوريدو وروسته ژمنه وکړه چې طرحه شوي موضوګانې له اړوندو مسوولينو سره طرحه او تعقيبوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته