فرهنګ

د پشه يي قوم يوشمېر مشرانو کلاى سراج ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پاملرنې له امله قدرداني وکړه

کابل باختر دوري  اوولسمه :
د لغمان ولايت د پشه يي قوم يوشمېرمشرانو نن د اطلاعاتو او فرهنګ له وزير عبدالباري جهاني سره په کتنه کې د دغه ولايت د سراج د تاريخي کلا د ترميمولو په خاطر د دغه وزارت د پاملرنې له امله قدرداني وکړه .
د باختر آژانس د خبريال دخبر له مخې:
په دې کتنه کې د لغمان ولايت د پشه يي قوم مخورو او مشرانو وويل چې د سراج کلا ١١٤ کاله مخه کې جوړه شوى او اوس د دغې تاريخي کلا ودانۍ په سلوکې  له پنځوسو څخه تر شپيتو پورې په قسمي ډول ويجاړې شوې او د ترميم وړ دي.
دوى د لغمان ولايت د سراج د تاريخي کلا د ترميمولو په خاطر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پاملرنې له امله قدرداني وکړه او ويې ويل چې پشه يي قوم د هېواد په اتلسو ولايتونوکې کابو پنځه مليونه تنه وګړي لري.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزير څرګنده کړه چې په لغمان ولايت کې د سراج  د تاريخي کلا د ترميمولو کار به د هغې د تاريخي اصالت په پام کې نيولو سره په ډير لنډ ممکن وخت کې پيل شي .
ده زياته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد د تاريخي آثارو د ساتنې په خاطر د توان په حدودوکې هڅه او هاندکوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته