سیاست

د خوست لپاره نوی والي وټاکل شو

کابل / د وږي ۳ مه / باختر
مولوي محمد نبي عمري نن د خوست نوی والي وټاکل شو او رسما یې خپله دنده پيل کړه.
د اسلامي امارت د رهبرۍ شورا غړي مولوي عبدالحکیم شرعي د نوي والي د معرفت په غونډه کې وویل: هغه څه چې په تېر کې شوي اسلامي امارت په ټول هېواد کې د بخښنې اعلان وکړاو ټولو هغو کسانو ته یې عمومي بخښنه وکړه چې په تېر دولت کې یې دنده ترسره کړې.
په ورته وخت کې مولوي بدر الدین حقاني، مولوي عبدالرحیم بلالي، قومي مشر ظابط نورقاسم او شېرین جمال وویل د خوښۍ ځای دی چې خوست کې حکومتي چارې په سوله ییز ډول انتقال کړل شوې.
دوی وویل اوس د دې وخت را رسیدلی، چې افغانان خپلو منځونو کې یو بل ته لاس ورکړي او چارې په ګډه سره مخ ته یوسي.
په همدې حال کې مولوي محمد نبي عمري د دغه ولایت له خلکو وغوښتل چې د حکومتوالۍ په چارو، د امنیت په ټینګښت او د ولایت په ټولو ولسوالیو کې د متوازن انکشاف په برخه کې ور سره همکاري وکړي.
عمري وویل: هغه کسان چې د اسلامي امارت له مجاهدینو سره په مقابل کې وژل شوي زموږ مکلفیت دی، چې د هغوی اولادونو ته پاملرنه وکړي.
هغه زیاته کړه چې په اوسنیو شرایطو کې تر ټولو مهم اتحاد او یووالي رامنځته کول دي. ده له غصب کوونکو وغوښتل چې غصب شوې ځمکې بېرته حکومت ته وسپاري.
عمري په خوست کې له ملکي مامورینو وغوښتل، چې خپلو دندو ته پرته له وېرې او ډار حاضرشي. مولوي محمد نبي عمري د ښځو د حقونو په اړه وویل، اسلامي امارت ژمن دی، چې میرمنو ته د اسلام مبارک دین په رڼا کې خپل ټول حقوق ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته