امنیت

دوه تنه وسله وال مخالفين دکابل په سروبي کې ووژل شول

کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ٣
دکابل ولايت دسروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې پرون دملي اردو د ځواکونو د خاصو عملياتو په بهير کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دوه تنه وسله ال طالبان چې دکابل ولايت په سروبي ولسوالۍ کې په يو لړ ورانکارو پيښوکې رول درلود؛ د ملي اردو د ځواکونو دخاصو عملياتو په بهيرکې چې ددغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول؛ ووژل شول ؛ يوه اندازه وسلې ، مهمات او جنګي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبرله مخې : دوه تنه وسله وال طالبان چې غوښتل يې د بدخشان ولايت دجرم ولسوالۍ په مربوطاتوکې په اړو دوړ او ډار اچونې لاس پورې کړي؛ دملي اردو دځواکونو دخاصو عملياتو په بهيرکې ووژل شول او درې تنه نور وسله وال مخالفين ټپيان شول.
په دغو عملياتو کې يوه اندازه سپک او درنده جنګي وسايل او تجهيزات هم ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته