ورزش

دمتحد افغان ټيم له رفاه ټيم سره لوبه کوي .

کابل باختر د کب  اتلسمه :
په کابل کې دفوټبال دبي  دګروپونو سيالۍ نن په يوې لوبې سره  دوام مومي .
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختراژانس خبريال ته وويل :په دې پړاو کې دمتحد افغان ټيم له رفاه ټيم سره  لوبه کوي .
دقيومي دڅرګندونو له مخې :په کابل کې دفوټبال دبي دګروپونوسيالۍ  ددوه  ديرشو ټيمونو په ګډون په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي چې  په پرونيو لوبو کې دمخابراتو ټيم ديوې په وړاندې په دوو سره  داميد پيروزي  ټيم ته ماتې ورکړه او دپنجشير دځوانانو ټيم د صفر په وړاندې په دريو سره دګذرګاه پرټيم بريالى شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته