امنیت

دطالبانو دپوځي کميسيون رييس ووژل شو

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٩:
دطالبانو دډلې  دپوځي کميسيون رييس ددغې ډلې  له نهو تنو نورو غړو سره   پرون د زابل ولايت  په مربوطاتو کې دملي اردو ا وپوليسو دځواکونوپه يوه  کمين کې ووژل شو.
دزابل ولايت يوه امنيتي خبرځاى باخترآژانس ته خبر ورکړ :  دطالبانو دپوځي کميسيون رييس مولوي صديق له نهو تنو نورو طالبانو سره  دزابل ولايت دارغنداب ولسوالۍ دبند تنور په کلي کې  دملي اردو اودملي پوليسو دځواکونو په يوه کمين کې ووژل شو.
مولوي صديق٫  دطالبانو له مهمو اومشهورو  افرادو څخه و چې دزابل ولايت
دارغنداب ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دتروريستي بريدونو په سازمان ورکولو
او طرحه کولو کې مهم رول درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته