امنیت

په کابل ښار کې دانسان تښتوونکو اته کسيزه شبکه ونيول شوه .

کابل باختر دسلواغې  ديرشمه :
دملي امنيت دلوى رياست  ځانګړو قطعاتو په عملياتو کې دانسان تښتوونکو شپږ کسيزه شبکه  دکابل ښار ددولسمې ناحيې له مربوطاتو څخه نيولې دي .
  دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفترنن  باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي  دمحمد يار په مشرۍ  دانسان تښتوونکو شپږ کسيزه ډله دوسيم الله په نامه  يو لس کلن ماشوم  د کابل ښار  ددولسمې ناحيې له مربوطاتو څخه تښتولى  او وژلى و . چې  دملي امنيت دلوى رياست  دعملياتي ځواکونوله خوا  ونيول شوه .
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي  نيول شوي کسان  محمد يار په فرهاد لغماني مشهور، راحت ګل ، صفت الله ، رفيع الله ، احمد الله او سيد حسين نومېږي  چې په خپل جرم يې اعتراف کړى دى .
دغه راز دملي امنيت دلوى رياست  دخاصو قطعاتو ځواکونو په عملياتو کې   دحبيب الله اواحد ضيا په نومونو دوه تنه انسان تښتوونکي دکابل ښار له پنځمې ناحيې څخه نيولي دي .
  دغه انسان تښتوونکي  د شهزاده سراي  دصرافى منشي ګل احمد د محمد کريم زوى  دکابل ښار له نهمې ناحيې څخه  تښتولى و او دپروان ولايت دجبل السراج ولسوالۍ ته ليږدولى و ،.اوساتل يې او ددغه سړي  دخوشي کولو په بدل کې له کورنى څخه يې دپيسو غوښتنه کړې وه . چې دپيسو له اخستلو مخکې  دملي امنيت دلوى رياست دعملياتي ځواکونو له خوا ونيول شو او تښتول شوى شخص  کورنى ته يې وسپارل شو .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته