امنیت

دهرات بنديانو دشاهين قول اردو ټپيانو ته وينه ورکړه .

کابل باختر د ثور لسمه :
دهرات ولايت بنديانو د ٢٠٩ شاهين قول اردو دوروستۍ  بريد ټپيانو ته په خپله خوښه وينه ورکړه .
  دهرات دجيل سرپرست سمونوال محمد داود نسيمي دغه پروګام په ٢٠٩ شاهين قول اردو کې دوروستي بريد ټپيانو دروحيې پياوړى کول وبلل اوويې ويل نن په هرات ولايت کې ٢٨٠٠ بنديان حاضر شول چې په خپله خوښه خپله وينه ددغې خونړي پيښې ټپيانو ته ورکړي .
ده زياته کړه:دغه شمير بنديانو نن لس زره سي سي  وينه دغو ټپيانو ته ورکړه
په عين حال کې يوشمير بنديانو او دوينې ورکوونکو دخپلو وينو په ورکولو سره له امنيتي ځواکونوڅخه ملاتړ اعلام کړ او ټينګار يې وکړ چې دافغانستان دساتوونکو ځواکونو  په څنګ کې  ولاړدي او دشاهين په قول اردو ددغې خاورې ددښمنانو  بريد يې په کلکه وغانده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته