سیاست

د فراه ولایت ځوانانو د اجرائیه ریاست له لومړي مرستيال انجينیر محمد خان سره وکتل

کابلباختر د سلواغې د مياشتې١٧ نيټه
د فراه ولایت ځوانانو د دغه ولایت د امنیتي، تعلیمي او ټولنیزو ستونزو د حل په موخه د اجرائیه ریاست له لومړي مرستيال انجينیر محمد خان سره وکتل.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
حکمت الله کلیوال د ځوانانو په استازیتوب خبرې وکړې؛ ده د فراه په امنیتي برخه کې د حکومت ورستي اقدامات وستایل او زیاته یې کړه چې په امنیتي سکټور کې وروستیو بدلونونو د فراه امنیتي وضعیت تر ډیره ډاډمن کړی دی.
د فراه ځوانانو  د فراه پوهنتون تشکیلاتو ته په اشارې سره و ویل چې دلوړو زده کړو وزارت د فرا له خلکو سره د دغه ولایت د پوهنتون د تشکیلاتو پراختیا ژمنه کړې وه چې تر اوسه يې په اړه هیڅ ګام ندی اوچت کړی، د ده په خبره حکومت باید په دې اړه خپله ژمنه عملي او د فراه ولایت پوهنتون ته له ژمنې سره سم د پاتې پوهنځیو تشکیلات منظور کړي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال د فراه ستونزې پر ځای وبللې او زیاته یې کړه چې حکومت د هېواد ټولو خلکو ته د ډاډمن امنیت دتامينولو اود نورو اسانتیاوو برابرولو مسوولیت لري او هڅه کوي چې په دغو برخو کې د خلکو له غوښتنو سره سم خدمات وړاندې کړي.
لومړي مرستيال په ځوانانو د انسجام او یو موټي کیدو غږ وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د فراه دغه ستونزې به له مسؤلو چارواکو سره شریکې او په اړه به یې لازم اقدامات ترسره شي. پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته