نړۍ

د روسيې اوبتل په سوريې کې د داعش په سنګرونو بريدونه وکړل

مسکو – ايرنا – باختر د لړم دمياشتې ٢٧
روسيې په سوريې کې د داعش د ډلې په سنګرونو د هوايي او راکټي بريدونو په دوام پرون د دغې ډلې په سنګرونو په مديترانه سمندرګي کې د (راستوف- نادانو) له اوبتل څخه د کاليبر د توغنديو بريدونه وکړل.
د روسيې د دفاع وزارت د دغو عملياتو هدف په سوريه کې د داعش د ډلې په مرکزونو او سنګرونو بريد اعلام کړ.
د روسيې د دفاع وزارت اعلام وکړ چې د مديترانې سمندرګي په ختيځه سيمه کې له روسيې اوبتل څو وزا لرونکي کاليبر توغندي د داعش د تروريستي ډلې د قوماندانۍ په مقر د راټوليدو په مرکز او د روزنې په اډې د څو توغنديو بريدونه وشول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته