ټولنه

په باميانو ولايت کې دګازو د ډبې په چاودنه کې ددوه ويشتو مسافرانو ټپي کيدل .

کابل باختر دسلواغې يو ويشتمه :
په باميانو ولايت کې په يوهوټل کې دګازو د ډبې  د چاودنې له امله دوه ويشت تنه  ټپيان شول . زياتره ټپيان مسافرين دي .
چاودنه  دتيرې شپې ديوولسو بجو په شاوخوا کې دباميانو ښار دنوى سخي  په هوټل کې رامنځته شوې ده .
دباميانو ولايت يو امنيتي مقام دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغې چاودنې له امله دوه ويشت تنه ټپيان شول
ده وويل :په دغه هوټل کې دګازو د ډبې چاودنه ددغه هوټل  د مسوولينو دبې احتياطي له امله  شوې ده .
درارسيدلو خبرونو له مخې :دچاودنې سختوالى تر هغې اندازې پورې و چې ددغه هوټل په شاو خوا کې څو پلورنځيو ته هم زيان اوښتى دى.
  په همدې حال کې دباميانو ولايت دروغتون ډاکتر ان ددغې  پيښې ددوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته