امنیت

په قندهار کې موټربم چاودنې ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

کابل / د چنګاښ ۱۵مه / باختر
د قندهار ښار د اوومې حوزې په سې چپ سیمه کې نن دوه بجې پر صفر-۶ قطعې موټربم چاودنه شوې ده چې زیات زیان یې ملکیانو ته اوښتی دی.
که څه هم د چاودنې په اړه امنیتي مسوولینو څه نه دي ویلي؛ خو په قندهار کې روغتیا پالان وايي چې د چاودنې له سیمې روغتونونو ته ۱۵ ملکي او ۹ نظامي ټپيان وړول شوي چې یو شهید هم په کې شامل دی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته