اقتصاد

قندهار ته د جمهوررییس د سفر په لومړۍ ورځ یو شمېر ټولګټې پروژې پرانیستل شوې

کابل باختر د چنګاښ ۱٣ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس، محمد اشرف غني پرون سهار د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ، قندهار ته سفر وکړ.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد جمهوررییس له قندهار څخه د کتنې په لومړۍ ورځ، د دغه ولایت له مشرانو، سیمه ییزو چارواکو، امنیتي او نظامي مسوولینو، افسرانو، سرتېرو او بریدملانو سره د کتنې ترڅنګ؛ د قندهار نړیوال هوایي ډګر د احمد شاه بابا، په نوم ونوماوه.
د دغه هوایي ډګر نوم، د وزیرانو شورا د چارو د انسجام ریاست په وړاندیز او د جمهوررییس له منظورۍ وروسته بدل شو.
د قندهار هوایي ډګر چې د افغانستان په کچه دويم هوایي ډګر بلل کېږي؛ د قندهار ښار سهیل ختیځ لور ته په ۱۶ کیلومترى کې موقعیت لري.
دغه راز د هېواد جمهور رییس د قندهار ښار تر دوه لارې پورې د هوایي ډګر واټ پرانیست او هغه یې د خپلواکۍ د اتل شهید سترجنرال عبدالرازق په نوم ونوماوه. دغه واټ چې ۱۶،۴ کیلو متره اوږدوالى او ۶۹،۲ متره سور لري، د دولت له پرمختایي بودجې څخه د ۲،۸ میلیارډو افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.
د قندهار ښار تر دوه لارې پورې د هوايي ډګر واټ چې دوه اساسي او دوه فرعي سړکونه لري، د هېواد په کچه له سترو او ستندردو پروژو څخه ګڼل کېږي چې په پنځو کلونو کې د (پارک باختر) ودانیز شرکت له لوري جوړ شوی دی.
د هېواد جمهوررییس د قندهار هوایی ډګر د واټ له نوم ایښودو او پرانیستنې وروسته؛ د قندهار د لمریزې برېښنا د تولید شبکه هم پرانیستله او ګټې اخیستنې ته یې وسپارله.
دغه پروژه چې د ۱۵ میګا واټو په ظرفیت په دوو بېلابېلو برخو وېشل شوې، د ۳۰ میګا واټو برېښنا د تولید وړتیا لري چې د ۳۹ میلیونو ډالروپه لګښت د خصوصي سکتور له بودجې او د هېواد د مالیې وزارت په سب سایډي بشپړه شوې ده.
د قندهار ولایت د برېښنا د تولید پروژه چې د هېواد په کچه د خصوصي او عامه مشارکت له لارې د انرژۍ په برخه کې تر ټولو لویه او لومړنۍ پروژه ده، د سیمې د اوسېدونکو او متشبثینو لپاره د کورنۍ انرژۍ له تلپاتې سرچینو څخه ګڼل کېږي.
له اقتصادي پلوه، د قندهار د لمریزې برښنا د تولید د پروژې، د سلګونو کارګرو او متخصصینو لپاره د کاري فرصتونو برابرول، د قندهار ښاریانو او متشبثینو لپاره د تلپاتې انرژۍ د سرچینې او د کورنیو تولیداتو او تشبثاتو د ودې، د وارداتي انرژۍ لپاره د تلپاتې بدیل او د انرژۍ په برخه کې د خصوصي پانګونې په برخه کې ځانګړتیاوې او فرصتونه له ځان سره لري.
ټاکل شوې ده جمهوررییس به نن په قندهار کې د ولایتي شورا له غړو، ښځو، صنعت کارانو او سوداګرو، قومي مشرانو، ډاکټرانو، د پوهنتون له استادانو، د ښوونځیو له ښوونکو او ولسوالانو سره په جلا جلا توګه وګوري.
پاى/ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته