نړۍ

دعراق صدراعظم ددسمبر يو ديرشمه نيټه دعراق دملي ورځې په توګه ونوموله

دعراق صدراعظم نوري المالکي پرون چې د ٢٠١١ م کال  وروستي ورځ  وه دعراق دملي ورځې په توګه اعلام کړه .

   پرون په عراق کې  دامريکايي ځواکونو دشتون وروستي ورځ وه او ددغه هيواد صدراعظم  څرګنده کړه ددسمبر دمياشتې  يو ديرشمه نيټه  چې له عراق څخه دبهرنيو ځواکونو له بشپړوتلو  سره برابر ده ملي ورځ يعني دعراق  ورځ ده او دغه ورځ دعراقيانو لپاره دجشن ورځ ده .

 المالکي وويل  داپه بين النهرين کې دنوي لمر ختل بلل کيږي چې دعراق  ټولو خلکو  په رسيدو  کې يې ونډه لرله چې دټولو عراقيانو په کوښښ راورسيد او دټولو عراقيانو په ګټه به وي .

 دعراق صدراعظم دخپل هيواد  خلکو ته په وينا کې وويل، په عراق کې د ديکتاتوري اويوګوندي ورځې  په تيروخت  پورې  اړه پيداکوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته