امنیت

دافغانستان په لويديځ کې يوې ډيرې سترى پوځي اکادمى دمسووليت سپارل

کابل- باختر د تلې ٩
دافغانستان په لويديځ کې دپوليسو دځواکونو يوې ډيرې سترې روزنيزې اډې  اداري او تدريسي مسووليتونه نن له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شول.
دملي پوليسو روزنيز مرکز چې د ادرسکن په ولسوالۍ کې موقعيت لري، دهيواد په کچه دپوليسو دځواکونو ستره روزنيز مرکز دى چې شپږ کاله مخکې يې په فعاليت پيل وکړ.
دکورنيو چارو وزارت دښوونې او روزنې قوماندان پاسوال معشوق احمد سيلاب له باختر آژانس سره په خبروکې،کورنيو ځواکونو ته ددغه مرکز دمسوولينو دليږدونې له امله په هرکلى سره دپوليسو دځواکونو دښوونې او روزنې دبهير په ګړندې کولو کسان يې دکورنيو چارو وزارت دهلوځلو ډاډ ورکړ.
له به پلوه دانصار زون دقوماندانى دامنيتي چارو مرستيال سمونوال توريالى عبدياني هم په تيروشپږوکلونوکې په دغه مرکزکې د زرګونو تنو ځوانو افسرانو او سرتيرو ښوونې او روزنې ته په اشارې سره دتجهيزاتو او امکاناتو دبرابرولووپه خاطر يې دنړيوالې تولڼې دهمکاريو له امله قدرداني وکړه.
دهيواد په لويديځ زون کې دملي پوليسو ستر قوماندان د زون په کچه دامنيتي مسوليتونو دمنلو په برخه کې ددغو ځواکونو دځواکمنتيا او ددغه مرکز د اداري او لوژيستيکي چارو د پرمخ بيولو له امله ډاډ څرګندکړ.
د ادرسکن په ولسوالۍ کې دملي پوليسو د روزنيز مرکز د اداري او لوژيستيکي مسوليتونو سپارولو په مراسم چې ديوشمير ملکي او پوځي مقاماتو په ګډون پرځاى شوى وه،ددغه مرکز افسرانو او بهرنيو سلاکارانو ته د کورنيو چارو وزارت دځانکړې لوحې په درکولو سره پاى ته ورسيدل.
ديادونې وړ ده چې دا په ادرسکن ولسوالۍ کې دملي پوليسو روزنيز مرکز په شپږوکلونو را په دې خوا په هرات ولايت کې فعاليت کوي چې په دې موده کې دملي پوليسو،سرحدي او دعامه نظم سربيره، دځواکونو د دولسو زروتنو منسوبينو په روزنې سربيره تر پوښښ لاندې ځواکونو د واحدونو په سمبالولوکې هم اساسي رول درلود.په همدې حال کې په شرايطو برابر څلور سوه تنه ځوانان په مسلکي ښوونې او روزنې  بوخت دي.
ټاکل شوى ده، له دې وروسته ددغه مرکز ټولې اداري او تدريسي چارې دکورنيو ښوونکو تر نظرلاندې ترسره شي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته