امنیت

په هرات کې په جنايي پيښو کې دلاس لرلو په تور دلسګونو تنو نيول کيدل .

کابل باختر دزمري نهمه :
په لسګونو تنه په هرات ولايت کې دجنايي پيښو په اړوند ونيول شول .
دهرات ولايت امنيه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه کسان دهرات ولايت په بيلابيلو سيموکې دپوليسو دعملياتو په بهير کې ونيول شول
  جنرال انصاري له خبريالانو سره په غونډه کې وويل چې په دغو کسانو دغلا ، په غير قانوني  ډول  دوسلو دليږدونې ، دپوځي تجهيزاتو دساتنې ، دنشه يي توکو دقاچاقو اوله وسله والو طالبانوسره دهمکارۍ تور لګول شوى دى چې تيره اوونۍ په هرات ښار او ددغه ولايت په ولسواليو کې ونيول شول .
دهرات ولايت امنيه قوماندان دامنيتي حالت دښه والي په موخه دخاصو پروګرامونو دطرحه کولو ډاډ ورکړ اوڅرګنده يې کړه چې له دې وروسته ددغې ولسوالۍ په کچه دمکافاتو اومجازاتو اصل عملي کيږي
ده وويل :که چيرې کوم پوليس ددندو په ترسره کولو کې غفلت وکړي جدي  چلند ورسره کيږي او آن له دندې څخه  به ګوښه کړى شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته