کابل باختر د ثور يوولسمه :
څلور تنه ډار اچوونکي په ننګرهار ولايت کې د امنيتي ځواکونو په يولړ ځانګړو عملياتو کې ونيول شول .
د داعش او طالبانو په ډلې پورې تړلي دغه ډار اچوونکي پرون د غني خېلو ولسوالۍ او جلال اباد ښار په مربوطاتو کې نيول شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د باختراژانس خبريال ته وويل چې؛ نيول شوي کسان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې د امنيتي ځواکونو له خوا له وسلو سره يوځاى ونيول شول.
سرچينه زياتوي چې؛ نيول شويو کسانو په لومړنيو تحقيقاتو کې د داعش او طالبانو په ډلو کې په خپل غړيتوب اعتراف کړى او ويلي يې دي چې په لسګونو ډار اچوونکو پېښو کې يې لاس درلود . ختم (_ سعيده _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل