امنیت

څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

کابل – باختر دکب دمياشتې ١١
د کورنيو چارو وزارت يوه خبرځاى باختر آژانس ته وويل  څوارلس تنه وسله وال طالبان دهيواد په  بيلا بيلو سيمو کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په بهير کې ووژل شول .
دغه فعاليتونه په  تيرو ٢٤ ساعتو کې دغزني ،لوګر،ميدان وردګو ،  کونړ   او دارزګان دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول  اته تنه ټپيان او پنځه تنه  نور يې  ونيول شول .
ددغو عملياتو په بهير کې يوه اندازه پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبرله مخې :
د وسايطو ضد اووه  ماينونه چې نوي دوسله والو طالبانو له خوا  د  تروريستي
او ورانکارو فعاليتونو د ترسره کولو په مقصد د زابل او د هلمند د  ولايتونو په مربوطاتو کې ځاى پرځاى شوې وو دپوليسو دامنيتي دندو په بهير کې کشف  او شنډ کړى شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته