امنیت

درې تنه ملکي وګړي په غور کې دماين د چاودنې له امله ووژل شول

 کابل باختر دوري دمياشتې ١٩ نيټه  :
درې تنه ملکي وګړي  په غور ولايت کې  د ماين د چاودنې له امله  ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول.
دغه ماين دفيروز کوه ښار ته  څېرمه  په يوه واټ کې  ښخ کړاى شوى و چې له سيمې څخه دملکي وګړو دتېريدو په وخت کې وچاوديد.
د هېواد په لويديځ کې د ملي اردو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل  په دې  چاودنه کې  درې تنه ملګي وګړي ووژل شول   او څلور تنه نور ټپيان شول.
تراوسه پورې  د دغې  چاودنې  مسووليت چاپه غاړه نه دى اخيستى.
خوسيمه  ييز خبرځايونه  وسله   وال طالبان  د دغوماينونو  د  ښخولو عاملين بولي  .
پخوا هم په سلګونو تنه ملکي وګړي  په غور کې د وسله والو طالبانو د ماينونو قرباني شوي وو.
په  افغانستان کې  وسله وال طالبان په  ګڼ ميشتو لارو کې دماينونو   او بمونو په  ښخولو لاس پورې کوي چې له امله يې  زياتره ملکي وګړې     قرباني  کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته