ټولنه

په کندز کې سلګونه کورنۍ نغدي مرسته ترلاسه کوي

کابل / د ليندۍ ١١مه / باختر
په کندز کې پر څه دپاسه ۶۰۰ اړو کورنیو د نغدي مرستو د وېش بهیر پیل شو.
د کندز له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس محمد کریم کریم باختر آژانس ته وویل چې په دغه ولایت کې پر څه دپاسه ۶۰۰ زیانمنو شویو او بې ځایه شویو کورنیو ۱۰ میلیونه افغانۍ چې د ماشومانو ملاتړ موسسې برابرې کړې دي، وېشل کېږي.
کریم زیاته کړه چې پر هرې کورنۍ ۱۵ زره او ۴ افغانۍ نغدې پیسې وېشل کېږي. پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته