امنیت

په ننګرهار کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه

د جلال آباد ښار / باختر/ د وږي8 مه
په ننګرهار کې ديو لړ چاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي مامورانو نن سهار اته ماينونه  ددغه ختيځ ولايت له ګڼ ميشتولارو څخه کشف اوشنډکړل.
تراوسه پورې هيچا يا کومې ډلې ددغو ماينونو دښخولو مسووليت په غاړه نه دى اخيستى  خوځينې سيمه ييز خبرځايونه وسله وال طالبان  ددې کارعامل بولي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې د طالبانو او داعش ډلې د وسلو درې زيرمې کشف شوي دي .
دغه زيرمې  په هسکې مينې ، مومند  درې او خوږياڼيو ولسواليو کې د ډاراچوونکو په پټنځايونو کې ساتل کيدې .
د ننګرهار يوه امنيتي خبرځاى  وويل له دغو زيرمو څخه سپک او درانده جنګي وسايل  لکه بمونه او له ځانه  جوړ شوي ماينونه هم ترلاسه شوي دي.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته